د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۱

د پاکستان د سنا په انتخاباتو کې یوې هندوې مولانا سمیع الحق ته ماته ورکړه


په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره د هندو اقلیت په استازیتوب یوه ښځه د یوه مذهبي مشر په وړاندې د مشرانو جرګې د غړې په توګه غوره شوه.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ غړې کریشنا کُماري د دې هېواد په تاریخ کې لومړۍ هندوه ده چې د یوه مذهبي مشر په وړاندې ودرېده او مشرانو جرګې د غړې په توګه غوره شوه.

د پاکستان د ملي او څلورو ایالتي اسمبلیو غړو د شنبې په ورځ د دې هېواد د ۱۰۴ کسیزې مشرانو جرګې د نیمايي غړو د غوره کولو لپاره رأیې ورکړې او د طالبانو خواخوږي مولانا سمیع الحق چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له خوا د مېرمن کُماري په وړاندې ولاړ و، ماته وخوړه.

مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

په دې انتخاباتو کې د لېرې کړل شوي صدراعظم نوازشریف ګوند چې په سنا کې اکثریت لري، ترټولو زیاتې یعنې ۱۵ څوکۍ او ورپسې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پيپلز ګوند ۱۲ څوکۍ وګټلې.

مېرمن کُماري وویل، دا تصور یې هم نشو کولای چې د سنا غړیتوب ته به غوره شي.

هغې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې د ټولنې د محرومو او بېوزلو وګړو او د ښځو د حقونو دفاع به وکړي او همداراز د ښځو د سیاسي ګډون، تعلیم او روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په برخو کې به کار وکړي.

په پاکستان کې چې اسلامپالي افراطي ډلې خورا زیات نفوذ لري، له هندو، سک، عیسوي او نورو اقلیتونو سره هسې هم خورا زیات تبعیض کېږي او کریشنا کُماري بیا د هندو اقلیت په هغه ټولنیز ګروپ پورې اړه لري چې د دليت په نوم یادېږي.

پاکستانی هندو اقلیت
پاکستانی هندو اقلیت

دا ګروپ په پاکستان او هند کې له اقتصادي پلوه له بېوزلو خلکو جوړ دی او په ښه سترګه نه ورته کتل کېږي.

تند لارو ډلو په پاکستان کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا د پالېسیو پرضد ډېر لاریونونه وکړل او همداراز د کفر ویلو پرضد د سختو قوانینو د انفاذ غوښتنه یې وکړه، خو ویې نشو کړای چې د انتخاباتو له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.

په ۱۹۴۷ کال کې د هند او پاکستان له جلا کېدو وروسته یو زیات شمېر پاکستاني هندوان هند ته کډه شول، خو هغو چې پاتې شول په سیاسي او اقتصادي انزوا کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG