د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۱۳

د پاکستان سنا ته یوه هندوه مېرمن بریالۍ او مولانا سمیع الحق ناکام شو


په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره یوه هندو مېرمن ددې هېواد سنا مجلس ته ټاکل شوې ده .

د سنا په دې انتخاباتو کې بیا د طالبانو خواخوږي مولانا سمیع الحق ماته خوړلې ده.

۳۹ کلنه کرېشنا کمارې کوهلې د پاکستان د پیپلز ګوند غړې ده.

د کرېشنا کمارې کامیابي د اقلیت د ښځو لپاره یو پرمختګ بلل کېږي.

هغي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، دا د خوښۍ احساس کوي او فکر يې نه کاوه چې سنا ته به بریالۍ شي.

د سنا په انتخاباتو کې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نون ګوند زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG