د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

په بلخ کې د پانګونې د کچې د ټېټېدو له امله اندېښنې


د بلخ د سوداګرۍ خونې مسؤلين وايي چې شمال زون کې د نا امنۍ د زیاتوالي په دلیل، دې ولایت کې د پانګونې کچه کمه شوې او بهر ته د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې هم هېڅ ډول صادرات نه ترسره کېږي.

د سوداګرۍ خونې مسؤلين وايي چې په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د نا امنیو زیاتوالي په بلخ کې هم د سوداګرو پر پانګونې منفي اغېزه کړې ده.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د صنایعو او صادراتو مدیر محمد یاسین انصاري ازادي راډیو ته وویل چې سوداګرو په شمال زون کې خاصتاً بلخ ولایت کې، د خپلو پانګونو کچه کمه کړې او پر ځای یې خپله سرمایه بهرنيو هېوادونو لکه قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته انتقال کړې، ترڅو خوندي پانګونه ولري.

ښاغلي انصاري په دې اړه وویل:

"نا امنۍ په شمال زون کې زیاتې شوې دي، یادې مسئلې په بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې د پانګونې پر کچې ناوړه اغېزه کړې، سوداګر هڅه کوي چې خپلې پانګې له هېواده بهر ولېږدوي، څو هلته خوندي پانګونې ولري."

د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي چې په بلخ کې د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې بهر ته، هېڅ ډول صادرات نه ترسره کېږي او اساسي دلیل یې هم دا دی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لا هم ټرانزیټي هوکړه لیک نه دی لاسیک شوی.

سره له دې چې د بلخ د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې بهر ته صادرات نه ترسره کېږي، خو په عین وخت کې بیا زیاتوي چې د هېواد شمال زون ته اکثره وارداتې توکي د همدې رېل پټلۍ له لارې واردېږي.

په همدې حال کې په بلخ ولایت کې سوداګر په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د نا امنۍ له زیاتوالي اندېښمن برېښي او له حکومته غواړي چې د امنیت په تامینولو سره دوی ته په خپل هېواد کې د پانګونې زمینه مساعده کړي.

د بلخ اسي صنایع
د بلخ اسي صنایع

محمد ادیب یو له همدې سوداګرو دی چې وايي:

"نا امنۍ زیاتې شوې دي، یادې مسئلې سوداګر اندېښمن کړي، هېڅ څوک په شمال زون او بلخ کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي، موږ له حکومته غواړو چې د امنیت په راوستلو سره دا ستونزه ژر حل کړي."

د یادونې ده چې په بلخ ولایت کې افغان سوداګر په وارداتي توکو د لوړ ټکس له وضع کولو شکایت لري او له مرکزي حکومته غواړي چې د حیرتانو تجارتي بندر په اداره کې لازم اصلاحات راولي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG