د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۰

نن یکشنبه ایټالویان د نوي پارلمان لپاره رأیې ورکوي


نن یکشنبه ایټالویان د نوي پارلمان لپاره رأیې ورکوي او له پپولیستانو یا عوام فریبانو نیولې ترښي اړخو پورې ګوندونو او ائتلافونه هڅه کوي چې نوی حکومت جوړ کړي.

د پخواني صدراعظم سیلویو برلوسکونی چې درې ځلې یې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د فورزا ایټالیا ښي اړخي ګوند، د نظام ضد پنځو ستوري غورځنګ، د مهاجرنیو ضد اتحاد اود ډموکراټیک ګوند ترمنځ به سخته سیالي وي.

د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به سبا دوشنبه اعلان شي.

۸۱ کلن برلوسکوني چې د مالیو د درغلۍ له امله نه‎شي کولای چې د صدراعظمې څوکۍ مخ ته یوسي، خو تحلیل‎ګران وایي چې نوموړی به د راتلونکي حکومت په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د اروپا د پارلمان مشر انتونیو تاجاني
د اروپا د پارلمان مشر انتونیو تاجاني

برلوسکوني د صدراعظم په توګه د اروپا د پارلمان د مشر انتونیو تاجاني د نومونې ملاتړ کړی دی.

د تاجاني په وړاندې د ۴۳ کلن ماتیو سلویني ښي اړخی ائتلاف او د ایټالیا برلاسی مرکزي ښي اړخی بلاک کاندیدان د صدراعظمي څوکۍ د ګټلو لپاره سره سیالي کوي.

که هېڅ یو ګوند یا ائتلاف اکثریت یا هغومره رأیې چې د حکومت جوړولو لپاره ورته اړتیا ده ونه‎ګټي، ښایي دوی د نویو ائتلافونو د جوړولو هڅه کوي یا هم ښایي د ایټالیا ولسمشر سرګیو ماتاریلا به مؤقت حکومت جوړ کړي او نوي انتخابات به را وبولي.

له انتخاباتو مخکې نظر شمېرنې ښیي چې د برلوسکوني ائتلاف به ښایي تر ټولو مخکې وي او په سلو کې به ۳۷ رأیې وګټي.

XS
SM
MD
LG