د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۵

د هلمند په نادعلي کې ځنډیدلي عملیات بیا پیل شوي


د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې عملیات چې څه موده ځنډېدلي وو، بیا پیل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د ماینونو له کبله عملیات ورور پرمخ ځي.

د میوند لس په نوم دا عملیات، څه باندې یوه میاشت پخوا پیل شوي وو، خو له څو ورځو وروسته بېرته وځنډېدل.

د سیمې اوسېدونکو د عملیاتو د ځنډ په اړه شکایتونه کول او غوښتنه یې کوله چې باید د نادعلي برخلیک یو طرفه شي.

XS
SM
MD
LG