د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۴۳

ډونالډ ټرمپ د چین د کمونېست ګوند وروستی اقدام وستایه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د کمونېست ګوند دا اقدام وستایه چې د ولسمشر شی جین پینګ د ولسمشرۍ د دوو دورو محدودیت یې پای ته ورساوه او هغه ته یې لاره پرانېسته جې تر نامعلومې نېټې پورې ولسمشر پاتې شي.

د «سي. اېن. اېن» د راپور له مخې، ټرمپ په یوه صوتي پیغام یا اډیو کې د چین د ولسمشر په اړه ویلي:

"اوس هغه د ټول عمر لپاره ولسمشر دی او دی ستر شخصیت دی."

«سي. اېن. اېن» وايي چې د ټرمپ صوتي پیغام یې پرون شنبه د فلوریدا د بسپنې ټولولو له یوې غیرعلني غونډې څخه ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG