د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۴

بحرین: د شیعه وسله‌والو د یوې شبکې ۱۱۶ مشکوک غړي نیول شوي


د بحرین حکومت وايي، د شیعه وسله‌والو د یوې شبکې ۱۱۶ مشکوک غړي یې نیولي دي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت په وینا، نیول شوي کسان د هغې شبکې غړي دي چې ایران جوړه کړې او ملاتړ یې کوي.

د هغه وزارت په خبرپانه کې چې پرون شنبه خپره شوه، ویل شوي چې مشکوکو کسانو د بحرین امنیت او اقتصاد ته د زیان رسولو لپاره پر امنیتي ځواکونو او د تېلو پر مهمو تأسیساتو د حملو پلان درلود.

د بحرین حکومت ادعا کوي چې د شیعه وسله‌والو دا شبکه د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ډلې جوړه کړې ده.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، په نیول شویو مشکوکو کسانو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه په عراق او لبنان کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ډلې په روزنیزو مرکزونو کې روزل شوي وو.

د بحرین اکثر خلک شیعه ګان دي. د هغه هېواد سُني حکومت پر تهران تور پورې کوي چې مشکوک وسله‌وال د تخریب لپاره ور استوي. خو د ایران حکومت مکرراً دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG