د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د ولادیمیر پوتین د پرون شنبې وینا انتخاباتي کمپاین ته زیاته ورته وه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون شنبه د مسکو په یوه سپورټي لوبغالي کې د خپلو پلویانو غونډې ته داسې وینا وکړه چې انتخاباتي کمپاین ته زیاته ورته وه.

په روسیه کې به د مارچ په اتلسمه نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې وشي.

ولادیمیر پوتین پرون شنبې له خپلو پلویانوسره د "سترو بریاوو" ژمنه وکړه او ویې ویل:

"زه هغو کسانو ته چې د غښتلې روسیې لپاره په دې لاریون کې راغونډ شوي، هرکلی وایم. خو یوازې د هغو خلکو چې نن د مسکو په زړه کې دلته راټول شوي، نه بلکه زموږ د پراخ هېواد په ټولو برخو کې خپلو پلویانو ته ښه راغلاست وایم چې ډېر زیات دي، شمېر یې سلګونه زره او میلیونونو ته رسېږي. "

ولادیمیر پوتین تېر کال په ډیسمبر کې د روسیې د ولسمشرۍ څلورمې دورې ته د ځان د کاندیدۍ اعلان وکړ.

دا د هغه د انتخاباتي کمپاین لومړۍ غونډه بلل شوې ده.

پوتین ۶۵ کلن دی او له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې پر روسیې د صدراعظم او ولسمشر په توګه، په نوبتي ډول، واک چلوي.

په روسیه کې د قدرت پر کړیو د هغه کلک کنټرول او د هغه د منتقدانو په وینا، له ډېرو کلونو راهیسې، د سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره د هغه شدید کمپاین په را روانو ټاکنو کې هم د هغه په بري کې د شک ځای نه پرېږدي.

رپوټونه وايي چې په مسکو کې پرون شنبې د ولادیمیر پوتین خبرې د هغه هېواد دولتي مطبوعاتو په پراخ ډول خپرې کړې.

ولادیمیر پوتین پرون شنبې د مسکو په لوژنیکي سټډیوم کې خبرې کولې چې په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو لپاره جوړ شوی دی.

روسیه به د روان میلادي کال په جون او جولای میاشتو کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربنه وي.

ولادیمیرپوتین د پنجشنبې په ورځ خپل ولس ته په کلنی وینا کې هم له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ژوند وضعیت به يې ښه شي او چارواکو ته یې امر وکړ چې د هغو روسانو شمېر ډېر کم کړي چې په فقر کې ژوند کوي.

د رپوټونو پر اساس، ولادیمیر پوتین ولس ته خپله کلنۍ وینا په میاشتو وځنډوله او په داسې وخت کې یې وکړه چې د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو ته تر دوو اونیو کم وخت پاتې دی.

پوتین په هغه وینا کې د نویو اټمي وسلو د جوړلو خبره وکړه چې ناټو تړون، فرانسې، جرمني، د امریکا متحدو ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو سخت انتقادونه ورباندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG