د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د طالبانو په لیکو کې بهرني وسله وال څه رول لري؟


په هلمند کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې د یوه جرمني وګړي نیول کېدو، د سیمه ییزو چارواکو دې ادعا ته قوت ورکړی چې بهرني وسله وال، په هغه ولایت کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې بهرني وسله وال د ماینونو په جوړولو او له پرمختللو وسلو د استفادې په برخه کې وسله وال طالبان روزي او همکاري ورسره کوي.

په هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵بُست زون قوماندان، مل پاسوال غلام داود تره خېل، ازادي راډیو ته وویل چې کشفي ادارو معلومات ورکړي چې د ډېرو هېوادونو بهرني جنګیالي په هلمند کې له وسله والو طالبانو سره کُمک کوي.

مل پاسوال غلام داود تره خېل وویل:

"اکثر بهرنیان چې دلته فعالیت کوي، ایرانیان، پاکستانیان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو دي چې د وسله والو طالبانو په ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو پرضد جنګېږي."

مل پاسوال غلام داود تره خېل د دې پوښتنې په ځواب کې چې بهرني وسله وال، مشخصاً د حکومتي ځواکونو پرضد په جګړه کې څه رول لري، ازادي راډیو ته وویل چې ډېر بهرني وسله وال پوځي تجربه لري او مسلکي روزل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هغوی د وسله والو طالبانو د "سرې قطعې" له غړیو سره د ماینونو په جوړولو او د نورو پرمختللو وسلو د استفادې په برخه کې مرسته کوي او د هغوی د روزنې پروګرامونه پرمخ بیايي.

مل پاسوال غلام داود تره خېل زیاته کړه:

"هغوی اکثر هلمند ته د دې لپاره راځي چې د پرمختللو ماینونو، لېزري وسلو اوشب بین دوربینونو د کار اخیستلو زده کړه ورکړي او همدا راز هغوی ته د ځانګړو کومانډويي پروګرامونو روزنه ورکوي."

د دوشنبې په ورځ د المان یو وګړی د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ونیول شو، ویل کېږي چې نوموړی د طالبانو د قوماندان، مولوي ناصر سلا کار و.

په جرمني کې نیول شوی جرمنی سرتېری.
په جرمني کې نیول شوی جرمنی سرتېری.

مل پاسوال تره خېل وویل، دا لا نه ده څرګنده شوې چې نیول شوي وګړي، په ځانګړي ډول په کومه برخه کې مولوي ناصر ته سلا ورکوله.

د فرانسې خبري اژانس د جرمني د یوې ورځپاڼې «دې ولت» په حواله ویلي چې نیول شوي مشکوک وګړی په اصل کې توماس کې نومېږي،د فرانک فورت ښار ته نېږدې استوګن و، د اسلام دین يې منلی او پرځان یې عبدالودود نوم ایښی و.

د المان «دې ولت» ورځپاڼې د چارواکو په حواله ویلي چې له ۲۰۰۹مېلادي کال راهیسې د المان حکومت ته د هغه په اړه خبرونه رسېدل او هغه په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې افغانستان ته تللی و.

«دې ولت» ورځپاڼې لیکلي چې د جرمني حکومت څلور کاله مخکې د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی و چې دا وګړی ښايي پر بهرنیو اهدافو انتحاري حمله وکړي.

د افغانستان په جنوب کې امنیتي چارواکو په وروستیو کلونو کې مکرراً ویلي چې بهرني وسله وال په هغه ولایت کې فعالیت کوي، خو دا اول وار دی چې یو جرمنی وګړی په هلمند کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG