د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۲۶

کورتیس: امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي


د امریکا د حکومت یوه پلاوي پرون له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د متحده ایالاتو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي دي چې د جنوبي او منځنۍ او اسیا په چارو کې د امریکا د ملي امنیت شورا د دفتر رییسې لیزا کورتیس ویلي چې واشنګټن د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ عملي کولو ته ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي په سیمه کې بدلونونو ته لار پرانیستې ده او باید له دې فرصت څخه په سیمه کې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره کار لا زیاته ګټه واخیستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG