د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۳۶

نېکلسن: امریکا به له افغان هوايي ځواک سره مرسته وکړي


په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان پروان ولایت ته د سفر پرمهال پر وسله والو طالبانو د پوځي فشار د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.

جنرال جان نېکلسن پرون په چاریکار ښار کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحده ایالات به پر پاکستان هم فشار زیات کړي څو د هغو کسانو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په افغانستان کې د ورانکارۍ فعالیتونه کوي.

جنرال نېکلسن همداراز د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو پر هڅو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، متحده ایالات به د افغان هوايي ځواک د شمېر د زیاتولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

په چاریکار ښار کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر د والیانو او امنیتي چارواکو په ګډون د پرونۍ غونډې هدف د دې ولایتونو د امنیت د ټینګولو پر لارو چارو بحث و.

جنرال نېکلسن همداراز ژمنه وکړه چې په دې ولایتونو کې د امنیت د ټینګولو او د انکشافي پروژو د عملي کولو لپاره به هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG