د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۷

سرچینه: په بغلان کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی


په بغلان ولايت کې د پولیسو يو قوماندان وژل شوی دی.

ځايي چارواکو د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د اکرم باتور په نوم د محلي پولیسو قوماندان تېره شپه په یوه نښته کې وژل شوی دی.

ښاغلی باتور د پلخمري په زمانخېل سيمه کې خپل کور ته نږدې وژل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسئوليت چا نه‌دی منلی او دولتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه‌دي ويلي.

XS
SM
MD
LG