د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وسلهوالو طالبانو ته د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر د وروستيو وړاندیزونو هرکلی کوي او وايي، دا د هېواد د سولې او ثبات لپاره یو نېک اقدام دی.
دوی دا هم وايي چې دا طالبانو لپاره یو مناسب فرصت دی چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د یو سیاسي حزب په توګه د طالبانو منل، د ملي اجماع رامنځته کول، د طالبانو د زندانیانو ازادول، بېرته یوځای کېدل (ادغام مجدد) او د هغه طالبانو د امنیت ټینګښت چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، د سولې په برخه کې د ولسمشر هغه وړاندیزونه دي چې د «کابل پروسې» په دوهمه ناسته کې يې درلودل.
د ازادي راډیو خبریال اکرامالله اکرام په همدې اړه یو ښاري راپور چمتو کړی دی.
د دغه راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: