د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۳۲

پروشنکو: د امریکایي وسلو لومړۍ برخه به اوکراین ته راورسېږي


د اوکراین ولسمشر وایي، د امریکایي وسلو لومړۍ برخه به په راتلونکو څو اوونیو کې اوکراین ته راورسېږي.

پټرو پروشنکو پرون چهارشنبه په کیف کې خبري غونډې ته وویل:

"منظور د توپچي ضد رادار، د هاوان ضد رادار، دافع هوا او یو شمېر نور تجهیزات دي. متأسفانه نه‎شم کولای چې جزئیات درکړم، تاسو پوهېږئ چې دا اطلاعات محرم دي."

د ډسمبر په میاشت کې چې کله امریکا موافقه وکړه، اوکراین ته چې له څلور کلونو راهیسې له روسي‌پلوه بېلتون غوښتونکو سره د دغه هېواد په ختیځ کې جګړه کوي، د «جاولین» په نوم د ټانک ضد وسلې په ګډون یو شمېر وسلې ورکړي، مسکو مخالفت ورسره وکړ.

XS
SM
MD
LG