د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۷

د جرمني حکومت پر خپلو کمپیوټرونو سایبري برید څېړي


جرمني چارواکي وایي، د حکومت پر کمپیوټرونو د ترسره شوي سایبري برید تحقیقات کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند پرون وویل، پر کومو ادارو چې دا برید شوی دی، هغوی د هکرانو په اړه او د اطلاعاتو د خوندیتوب په ارتباط جدي هلې ځلې پیل کړې دي.

د وزارت دغه ویاند نور جزئیات ورنه‎کړل.

جرمني رسنیو پرون چهارشنبه راپور ورکړ چې روسي هکران د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کمپیوټرونو ته داخل شوي او اطلاعات‌یې غلا کړي دي.

جرمني اژانس د یوې امنیتي سرچینې په وینا چې نوم‌یې نه‎دی اخیستی، خبر ورکړ چې دا برید «APT28» چې د «ښکلي خرس» په نوم شهرت لري، ترسره کړی دی.

د هکرانو دغه ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جرمني د پارلمان پر کمپیوټرونو او د ناټو او ختیځې اروپا پر یو شمېر کمپیوټرونو هم په بریدونو تورنه ده.

XS
SM
MD
LG