د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د ارزګان نوی والي وايي له دې ولایت څخه به د سولې کور جوړ کړي


د ارزګان ولایت لپاره د ولسمشري ماڼۍ په امر ټاکل شوي نوي والي محمد شفیق اسدالله سعیدي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت سم کړي او له ارزګان ولایت څخه د سولې کور جوړ کړي.

د ارزګان ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي یادې خبرې پر داسې مهال کوي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار په درې کیلومترۍ او ولسواليو مرکزنو ته په یو کیلو مترۍ کې د مسؤلینو په خبره وسله‎وال طالبان له تېرو څه کم دوه کلونو راهیسې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي چې سم ورسره د بیارغونې، ښوونې او روزنې او دې ته ورته نور پرمختیايي کارونه هم په ټپه دریدلي دي.

د دغه ولایت لپاره د ولسمشرۍ مانۍ په امر نوي ټاکل شوي والي محمد شفیق اسدالله سعیدي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته يې رسماً دغه ولایت کې خپله دنده پیل کړه، له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغلته به روانه جګړه پای ته رسوي.

نوموړي د امنیت ترڅنګ په بیارغوونه، ښوونه-روزنه او له فساد سر په مبارزه کې هم د کار ژمنه وکړه.

نوی والي اسدالله سعیدي
نوی والي اسدالله سعیدي

ښاغلي سعیدي وویل:

"زه ولسمشر ارزګان ته د خدمت لپاره استولی یم، څو د دغه ولایت ولس ته خدمت وکړم، زه ستاسو امر نه، غلام یم، ستاسو لپاره به کار کوم، ارزګان ولایت جګړو زیات ځپلی دی او هر څه په‎کې صفر دي."

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت خلک له نوي ټاکل شوي والي څخه لومړی د امنیت غوښتنه کوي.

دیني عالم مولوي احمد‎الله ابدالي او قومي مشر عبدالصمد وايي:

"د ارزګان ولایت خلک لومړی امنیت ته اړتیا لري او همدارنګه د ولسواليو لارې ټولې تړلي دي دې ته باید کار وشي.

- موږ نور هېڅ هم نه غواړو، یوازې امنیت غواړو، کښتونه او باغونه ټول په روانو جګړو کې وسوځل شول."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت والي محمد نذیر خروټی و چې زیاتره وخت خلکو د فساد تورونه پرې لګول او دغلته يې د روانې ناامنی لامل باله.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG