د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

حوثي یاغیانو ته د توغندیو ورکولو په اړه د ایران پر ضد د اقدماتو غوښتنه


امریکا او په امنیت شورا کې متحدانو یې په یوه نوي پرېکړه لیک کې چې مسوده یې جوړه شوې، د یمن د توغندیو په مسئله کې د ایران پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې.

د هغه پرېکړه لیک له مسودې سره سم چې متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې چمتو کړی او متن یې رویټرز خبري اژانس ته رسېدلی، دې دریو متحدانو له امنیت شورا غوښتي چې د توغندیو د استولو له بندیز څخه د سرغړاوي په خاطر د ایران پرضد د اقداماتو ژمنه وکړي.

دوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې تهران دې په یمن کې د ایران پلوو حوثي یاغیانو لاس ته د خپلو توغندیو د لوېدو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله وغندي.

ډیپلوماټانو رویټرز ته ویلي چې د پرېکړه لیک مسوده امنیت شورا ته د جمعې په ورځ چې د فبرورۍ ۱۶مه وه سپارل شوې ده.

تمه ده چې امنیت شورا به دا پرېکړه لیک د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۲۶ مې نېټې پورې تصویب کړي.

د امنیت شورا غونډه.
د امنیت شورا غونډه.

د دې خبر له خپرېدو وروسته خبریالانو هڅه وکړه چې د روسیې دریځ معلوم کړي مګر دوی وايي چې په امنیت شورا کې د روسیې ډیپلوماټان په دې اړه خبرو چمتو نه وو، خو په ملګرو ملتونو کې ډیپلوماټان وايي، دا احتمال شته چې دا پرېکړه لیک د روسیې له مخالفت سره مخامخ شي.

د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تصویب لپاره د ۹ غړیو موافقې رایې ته اړتیا وي، خو د شورا دایمي غړي- امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا هر پریکړه لیک وېټو کولای یا ردولای شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال او د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته د ایران ضد کلک دریځ خپل کړی او خپلو اروپايي متحدانو ته یې خبرداری ورکړی چې ښايي د ایران او لویو قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG