د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰ تنو سيمهييزو خلکو د دولتي حاکميت په ملاتړ او طالبانو د نفوذ د مخنيوي په نيت ولسي پاڅون کړی.
د شنبې په ورځ د زابل امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو په شاجوی ولسوالۍ کې د هغه شاوخوا ۶۰ ځوانانو سره ولیدل چې د دولتي حاکميت په ملاتړ او د طالبانو د نفوذ د مخنيوي په نيت يې ولسي پاڅون کړی دی.
د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي او د ملي اردو د دوهمې لېوا قوماندان جنرال صدیقاللهصابري په یوه غونډه کې له دغه پاڅون کوونکو وغوښتل چې د پولیسو په لیکو کې شامل شي، تر څو د پولیسو لیکې تقویه او په سیمه کې امنیت رامنځ ته شي.
میرویس نورزي زیاته کړه:
"موږ باید د دې خاورې د دفاع لپاره لاسونه سره ورکړو او په ګډه وطن ته خدمت وکړو."
جنرال صدیقاللهصابري وویل:
"زموږ لپاره دا د ویاړ ځای دی چې د زابل د شاجوی ولسوالۍ ۶۰ تنه ځوانان د وطن د دفاع لپاره وسله پورته کوي."
په عین وخت کې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان او قومي مشر عبدالولي له حکومته غوښتنه وکړه چې د پاڅونوالو مرسته دې وکړي.
چارواکي وايي، پاڅون کوونکو د زابل د شاجوی ولسوالۍ په هغه سیمو کې پاڅون کړی چې دولتي حاکمیت په کې کم او د ولسوالۍ د بازار پرته نورې سیمې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
دغه ولسوالۍ د کندهار – کابل پر لویه د مرکز کلات ختیځ ته موقعیت لري.
د شاجوی ولسوالۍ د طالبانو لپاره د یوې ستراتیژیکې لارې اهمیت لري اوهغوی د همدې سیمې غزني، پکتيکا او ګاونډي پاکستان ته د تګ لپاره کار ځینې اخلي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر دې مخکې په غزني، وردګو او غور ولایتونو کې هم د وسلهوالو پر ضد د ولسي خلکو د پاڅون راپورونه خپاره شوي وو.
راپور: محمد صادق رښتینی