د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

ډیلي مېل: افغانستان کې ښځې په دې نه پوهېږي چې سکي څه شی دی؟


  • فاکس نیوز

فاکس نیوز لیکلي چې هند او ایران د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکاري کوي.

د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ د نوي ډیلي د سفر په ترڅ کې له هند سره موافقه وکړه چې په خپل منځ کې به د مخدرو موادو له قاچاق، ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې همکاري زیاتوي او په جنګ ځپلي افغانستان کې به د سولې او امنیت لپاره هلې ځلې ډېروي.

فاکس نیوز د هند د صدراعظم نارندرا مودي له قوله ویلي چې هند او ایران به هڅه وکړي چې په وچه کې ایسار افغانستان او منځنۍ اسیا ته د سړکونو، رېل‌لارو او د چاه بهار بندر د انکشاف له لارې د انرژۍ امنیت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ ارتباطات ښه شي.

هند او ایران د دوه ګونو مالیو د مخنیوي موافقه هم لاسلیک کړه.

  • ډیلي مېل

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د سکي لوبې د نجونو لوبغاړو په اړه مفصل راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د سکي ښوونکې هنریت بورجیه پنځه کاله پخوا ویلي و چې په افغانستان کې ښځې اصلاً په دې نه پوهېږي چې سکي څه شی دی؟

دې نارویژۍ ښوونکې د بامیان د ښځو په منځ کې د سکي لوبې د رواجولو لپاره د خپلو هلوځلو یادونه هم کړې ده.

دا وايي، په پیل کې به یې شاګردانې په نامناسبو جامو کې د سکي زده کړې ته راتلې، ځکه چې د سکي وسایل او ځانګړي جامې یې نه لرلې.

مېرمن بورجیه زیاتوي، هغه نجونې او ښځې چې د لومړي ځل لپاره د سکي د زده کړې کورس ته ورغلې، خپل تر ټولو ښکلي دستکولونه، تر ټولو ښې جامې، د لمر عینکې او کوټونه یې راوړي وو، تا به ویل چې په پاریس کې د کالو نندارې ته راغلي دي؛ نه سکي ته.

ډیلي مېل د یو شمېر افغان سکي لوبغاړو عکسونه هم چاپ کړي چې د بامیان په لوړو – ژورو درو کې سکي کوي.

ډیلي مېل وايي، ښايي ځینې کسانو ته په افغانستان کې د نجونو لویدیځې جامې او د سکي وسایل حیرانوونکي ښکاره شي، خو مېرمن بورجیه وايي چې د بامیان ښځې او نجونې په نسبي ډول ازادي لري او د چادرۍ پر سر کول په دې ولایت کې جبري نه دي.

دا وايي، ممکن زړې ښځې بازار ته د تګ په مهال چادرۍ پر سر کړي.

ډیلي مېل وايي، د بامیان یوه ځانګړتیا دا ده چې لومړنی ولایت دی چې د لومړي ځل لپاره په کې یوه ښځه والي شوه.

مېرمن حبیبه سرابي له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۲ پورې د بامیان والۍ وه.

XS
SM
MD
LG