د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د شهيدانو د وارثانو د بایومیټریک لړۍ پیلېږي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د «ښې حکومتوالۍ پر لور» ترنامه لاندې په رسمي ډول د شهیدانو د وارثانو د بایومیټریک کولو لړۍ پیلوي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايی، ځینو شبکو د شهیدانو د وارثانو په نامه د جعلي وثیقو په جوړولو لاس پورې کړی، خو دغه وزارت په دې برخه کې د فساد د مخنیوي او د روڼتیا د رامنځته کولو په هدف، د بايو میټریک کولو پروسه پیلوي.

دغه وزارت د «ښې حکومتولۍ پرلور» ترنامه لاندې د کار او ټولنیزو چارو د ولایتي رئیسانو لپاره د بایومیټریک د چارو اړوند، یو درې ورځنی روزنیز سیمينار تنظیم کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نننی سیمینار د همدغه بهیر پیل دی، د کار او ټولنیزو چارو ولایتي رئیسان بلل شوي چې د ولسمشر له حکم سره سم په مرکز کې د یوعالي کمېسیون او په ولایتونو کې د والي په مشرۍ د ولایتي کمېسیونونو ترمشرۍ لاندې د دغه بهیر پلي کول پیل شي، دغه رئیسان به دلته درې ورځې وروزل شي او دغه بهیر به د را روانې اوونۍ په لومړۍ ورځ پیل کړي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو د وارثانو د بایو میټریک کولو هدف، له فساد سره مبارزه، د مستحقو د حقونو د خوړل کېدو مخنیوی او د خدمتونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول ګڼي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل، د متقاعدینو د بایومیټریک کولو لړۍ چې پخوا پیل شوې، اوس هم دوام لري او په پام کې ده چې د راتلونکي کال د جوزا ترمیاشتې پورې بشپړه شي.

د ده په خبره، په مرکز کې د ۱۳۴۰۰۰ متقاعدینو له ډلې، ۹۰۲۵۰ د بايومیټریک په سیسټم کې شامل شوي او له نورو هم هیله ده چې ځانونه په دغه سیسټم کې داخل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني متقاعدین کوم چې په بایومیټریک سیسټم کې شامل شوي هم دي، شکایت کوي چې له څو میاشتو راهیسې نه دې توانېدلي چې د تقاعد حقوق ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د شهیدانو او معلولینو کمېسیون، د شهیدانو د وارثانو بایومیټریک کول یو مثبت او د شهیدانو د کورنیو د حقونو لپاره مهم ګڼي.

د دغه کمېسیون غړي حمیدالله توخي ازادي رادیو ته وویل:

"دا بهیر یو ځانګړی اغېز لري او یو کس نه شي کولای چې دوه ځلې ځان بايومیټریک کړي او یا د بل کس حق تلف کړي، دا د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کوي او حق یې ور رسېږي."

ښاغلی توخي وايي، ځیني کسان په جعلي اسنادو د مستحقو حقونه ترلاسه کوي چې باید مخنیوی یې وشي.

دی له حکومته غواړي چې د بایومیټریک کولو ترڅنګ دې، د شهیدانو او معلولینو د تنخواګانو پر وخت ورکولو ته جدي پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG