د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د الکترونیکي تذکرو د وېش د بهیر په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د سولې مشروط وړاندیز ته د امریکا او ناټو غبرګون او د برښنایي پېژند پاڼو د وېش د بهیر پیل په اړه هم بحثونه کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس اوس طالبانو د امریکا ولس، کانګرس او حکومت ته په یو سرخلاصي لیک کې وړاندیز وکړ چې دوی د سولې خبرو ته چمتو دي، خو په دی شرط چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا او ناټو بیا دا وړاندیز رد کړی او ویلي دي، که طالبان په رښتیا هم سوله غواړي، نو د خبرو مېز ته دي حاضر شي، کنه نو له منځه به یوړل شي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې په یو جلا مطلب کې د ناټو د لوی منشي د وینا دا برخه راخیستې چې ویلي دي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو د امریکا ولس او دولتي بنسټونو ته په خپل لیک کې ویلي دي چې فرصت لا شته او دوی حاضر دي چې روانه ستونزه د سالم سیاست او خبرو اترو له لاری حل کړي.

ورځپاڼې لیکلي دی چې طالبانو په خپل لیک کې دا هم ويلي دي چې ځینو هېوادونو له دوی سره د تفاهم هڅې پیل کړي دي، خو په لیک کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.

خو ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې مېشت امریکایي جنرالانو دا باور څرګند کړی دی چې د ډونالډ ټرمپ ستراتیژي به په افغانستان کې موجوده پوځي ګنګ حالت له منځه یوسي او طالبان به مجبوره کړي چې د خبرو مېز ته راشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالبانو د وړاندیز په غبرګون کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله لیکلي دي چې طالبان د سولې له پاره ښه نیت نه لري او په کابل کې وروستۍ خونړۍ حملې د دی ډلې نیت او چلند په ښه توګه څرګندوي.

ورځپاڼې د طالبانو لیک ته په اشارې ویلي دي چې دوی په خپل لیک کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو یادونه کړې او د انجونو د تعلیم په ګډون په لیک کې د زده کړو ملاتړ شوی دی، خو ورځپاڼه لیکي چې په لیک کې ظاهراً د واک ویش رد شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې امریکا له دې مخکې ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو وسله وال طالبان ظاهراً تراوسه دې ته حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبری وکړي.

د برښنایي پېژند پاڼو د وېش د بهیر پیل هم د کابل چاپ ورځپاڼو پام ځان ته اړولی او د دې بهیر د پیل په اړه یې د بېلابېلو اړخونو نظرونه راخیستی دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د برښنایي پېژند پاڼو د وېش د بهیر له پیل سره د ځینو کړیو مخالفت ته په اشارې لیکلي دي چې د کومو مسایلو پر سر چې دا بهیر له تېرو دریو کلونو راهیسې ځنډول شوی وو، هغه حل شوي دي، د قومونو نومونه په پیژند پاڼو کې لیکل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي، کومو ډلو چې د قوم د نوم د نه موجودیت په خاطر یې دا بهیر له ځنډ سره مخ کړی وو، اوس وایي چې نه غواړي د قوم نوم په پيژند پاڼه کې ولیکلي شي چې د ورځپاڼې په وینا دا کار په خلکو ملنډی وهل دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په موجوده حالاتو کې برښنایي پېژند پاڼې زیاتی ګټې لري او پکار ده چې د دغه بهیر په وړاندې د خنډ د رامنځته کولو پر ځای د هغې په پلې کولو کې همکاري وشي.

افغانستان ما:

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د برښنایي پیژند پاڼو د وېش پر وړاندې د اجرائیه ریاست مخالفت ته په اشارې لیکلي دي چې ډاکټر عبدالله د دی بهیر د ځنډ غوښتنه کوي او وایي چې په دې اړه باید ملي اجماع رامنځته شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمیر سیاستوال په پیژند پاڼو کې د قوم د نوم د لیکلو غوښتونکي وو خو اوس یې په دریځ کې بدلون راغلی دی.

ورځپاڼې ددی بهیر په اړه موجوده ستونزو ته په اشاری هم د آرګ ماڼې دریځ پر ځای بللی او هم د ملي اجماع د رامنځته کولو له پاره د اجراییه ریاست دریځ.

ورځپاڼې د دغه بهیر د پیل په اړه د حکومت پریکړی ته په اشارې لیکلي دي چې دغه پیل باید په نیک فال ونیول شي، خو ملي اجماع هم له پامه و نه غورځولی شي.

XS
SM
MD
LG