د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

په میلیونونه افغانانو د جرمونو نړیوالې محکمې ته خپل شکایتونه لېږلي


میلیونونه افغانانو د جرمونو نړیوالې محکمې ته ویلي چې د جنګي جرمونو قربانیان دي.

په همدې عنوان د سي بي اس نیوز په خپرونه کې یوه مقاله خپره شوې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې یو میلیون او یو لک او اویا زره افغانانو د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایتونه لېږلي دي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیان دي.

هغوی ادعا کړې چې د طالبانو او داعش، افغان او بهرنیو ځواکونو او په زورواکو پورې د تړلیو مختلفو ډلو له خوا ورسره ظلمونه شوي دي.

دا شکایتونه په درې میاشتو له افغانستان او له افغانستان بهر په اروپا کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته رسېدلي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې اوس به د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیان پرېکړه کوي چې د دې شکایتونو او ادعاو په اړه تحقیق کوي که څنګه.

تر اوسه نه ده معلومه چې هغوی به څه وخت په دې اړه پرېکړه وکړي.

افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د غیرنظامیانو د تلفاتو په اړه لیکنه کړې ده.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په حواله ویل شوي چې ملکیان ډېری په افغانستان کې په قصدي توګه به نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان کلنی رپوټ د پنجشنبې په ورځ خپور شوی دی.

په دې رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۷ کال کې لږ تر لږه ۱۰ زره او ۴۵۳ ملکیان وژل شوي یا ټپيان دي.

له دې سره سره، د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په اساس د ۲۰۱۶ کال په نسبت د ملکیانو مرګژوبله ۹ په سلو کې کمه شوې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG