د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۲

هند د یو ورځنیو کرکټ لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام وګاټه


د هندوستان د کرکټ لوبډلې د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې ته د ۶ یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړه او د نړېوالو یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ «رینکېنګ» کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله چې له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې په جنوبي افریقا کې ده، د دغه هېواد د کرکټ له ملي ټیم سره یې تر ټیسټ لوبو وروسته د ۶ یو ورخنیو لوبو لړۍ هم وه چې هندي لوبډلې له خپلې سیالې لوبډلې دغه لړۍ ۱ـ۵ وګټله.

د دغه دوو لوبډلو ترمنځ د ۶ یو ورځنیو نړېوالو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا په سینچورین لوبغالي کې ترسره شوه چې هندوستان پکې افریقا ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

که څه هم د لوبې پچه هندوستان لوبډلې ګټلې وه، خو دغې لوبډلې لومړی د بالېنګ پریکړه وکړه او جنوبي افریقا ته یې د بېټنګ بلنه ورکړه.

د جنوبي افریقا لوبغاړو د لوبې له پیله ښه لوبه ونه کړه او لومړنی لوبغاړی هاشم امله یې د ۱۰ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شو چې بیا ورپسې د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ روانه وه او ټول ټیم یې په ۴۷ اوور کې تر ۲۰۴ منډو په جوړولو وسوځېد او هندوستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وکړ.

د هندوستان له خوا ایس.ایڼ ټهاکور ۴، بومرا اوچهال ۲ ـ ۲ او پانډیا او کلدیپ د جنوبي افریقا ۱ ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

هندۍ لوبډلې د جنوبي افریقا له خوا ورکړل شوی هدف یوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۳۳ اوور کې پوره کړ چې نه یوازې لوبه او سیریز یې وګاټه، بلکې د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ شوه.

که څه هم د هندوستان د لوبډلې لومړني لوبغاړي (اوپنران) شیکر دهون او روهیت شرما ژر وسوځېدل، خو بیا وروسته کپټان ویراټ کوهلي او اجینکا رېهانې د جنوبي افریقايي توپ اچوونکیو ښه مقابله وکړه.

ویراټ کوهلي په دغه لوبه کې د خپل کیریر ۳۵ سلیزه ووهله او ۱۲۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

دا د هند او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ د ۶یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې د ویراټ کوهلي ۳مه سلیزه وه چې له امله یې هغه د وروستۍ لوبې او همداشان د ټول سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هندوستان او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو مخکې ۳ ټیسټ لوبې هم شوې وې چې دغه لړۍ بیا جنوبي افریقا ګټلې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG