د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کوم مهم مطالب خپاره کړي؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه په پلازمېنه کې د څو هېوادونو د امنیتي او دفاعي غونډې اهدافو او له طالبانو سره د افغان چارواکو لیدو کتو ته ځانګړي شوي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د دغې امنیتي او دفاعي غونډې هدف تر ډېره له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه ښودل شوې، خو زیات جزیات یی نه دي خپاره کړي.

د ورځپاڼې په وینا، غونډه داسې مهال رابلل شوې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو ډلو د مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښمن کړي او امریکایي ځواکونه یې په کراتو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې په ناغېړۍ تورن کړي دي.

ورځپاڼې په غونډه کې د پاکستان د لوی درستیز ګډون ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې جنرال قمر جاوید باجوه داسې مهال غونډې ته رابلل شوی چې افغان حکومت تور پورې کړی چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې صادق نه دی.

سرخط:

خو سرخط ورځپاڼې بیا تر ډېره په دې غونډه کې د پاکستان د لوی درستیز ګډون ته په اشارې هغو اهدافو ته کتنه کړې چې پاکستان یې په افغانستان او سیمه کې تعقیبوي.

ورځپاڼې لیکلي چې جنرال قمر جاوید باجوه داسې مهال کابل ته سفر وکړ چې له ترهګرو د ملاتړ په خاطر، له افغانستان، سیمی او له سیمی ور اخوا له نورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې په حساس پړاو کې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې جنرال باجوه ظاهراً په امینتي او دفاعي غونډه کې د ګډون لپاره راغلی و، خو اساسي هدف له موجوده انزوا د پاکستان ایستل دي او دې مسئلی ته په پام د پاکستان په هېڅ یوې ژمنې باور نه دی پکار.

ملي ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي چې دا غونډه د امریکایانو په نوښت رابلل شوی وه چې افغان دولت ورته له مخکې کوم پروګرام نه درلود.

ورځپاڼې لیکلي چې په غونډه کې تر ډېره د پوځي همکاریو او په تېره بیا له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې د همکاریو د زیاتولو په لارو چارو خبرې وشوې.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د ازبکستان او قزاقستان لویو درستیزانو له افغان ولسمشر سره هم ولیدل او له افغانستان سره د پوځي همکاریو د زیاتولو په اړه یې خبرې وکړې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا دا غونډه مهمه بللی ده او لیکلي یې دي چې د غونډې ګډونوالو له ترهګرۍ او نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د غونډې کوربه د امریکا مرکزي قوماندانۍ مسؤلینو ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له کمولو وروسته اوس افغانستان د دوی لپاره مهم ځای دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په دی غونډه کې چې پکې د ۱۲ هېوادونو لویو درستیزانو ګډون کړی و، د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې لارې هم سنجولې دي.

له طالبانو سره د افغان چارواکو لیده کاته، د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هغه راپور دی چې د کابل ورځپاڼو پری افغان چارواکو غبرګونونه راخيستی دي.

ملي ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس همدې راپور ته ځانګړی کړی چې پکی د ملي امنیت د شورا سلاکار او د ملي امنیت د رئیس او طالبانو ترمنځ لیدو کتو ته اشاره شوې.

ورځپاڼې وړاندې په اووم مخ کې د دې راپور جزیات خپاره کړي، خو په اخر کې یې د ملي امنیت شورا بیان راخيستی چې پکې دا راپور بې بنسټه بلل شوی او لیکل شوي دي چې دې شورا له ټولو رسنیو وغوښتل چې له داسی بی بنسټه راپورونو له خپرولو مخکې باید زیات دقت وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس همدې راپور ته ځانګړی کړی او د هغی جزیات یی خپاره کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د همدې راپور په اړه د ځینو کتونکو نظرونه راخيستی دي چې د داسې لیدنو کتنو ملاتړ یې کړی او ویلي دي چې د ټرمپ اداره د جګړی او بمونو له لاری سوله نشي ټینګولای.

خو ورځپاڼې بیا د ملي امنیت د شورا د بیان په حواله لیکلي دي چې دا راپور بی بنسټه دی او افغان حکومت له چا سره داسی خبرې نه کوي چې پایله ونه لري.

XS
SM
MD
LG