د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

د افغانستان او ازبکستان د ګډ امنیتي کمېسیون دوهمه غونډه جوړېږي


د افغانستان او ازبکستان د ګډ دوه اړخیز امنیتي کمېسیون د غونډو په دوام ټاکل شوې د دې کمېسیون دوهمه غونډه په کابل کې ترسره شي.

د ملي امنیت شورا ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې غونډې دقیق وخت ونه‌ښود، خو وایي په دې ناسته کې به د هغو راتلونکو پلانونو او مېکانیزم پر تطبیق خبرې کېږي چې په لومړۍ غونډه کې هوکړه ورباندې شوې ده.

د افغانستان او ازبکستان ګډ امنیتي کمېسیون چې په دې وروستیو کې ازبکستان ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال‌یې د جوړېدو پروتوکول لاسلیک شوی وو، هدف‌یې په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د مخدره موادو او انسان د قاچاق د مخنیوي په چارو کې د همغږۍ رامنځته کول وو.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه د دې دوه اړخیز ګډ کمېسیون د غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"لومړنۍ غونډه‌یې په ازبکستان کې ترسره شوه، ټاکل شوې دوهمه غونډه‌یې په راتلونکي کې په افغانستان کې وشي، د دې لپاره چې فعالیتونه‌یې څه ډول پر مخ ولاړ شي او راتلونکي فعالیتونه به څه ډول وي د یوه تطبیقي پلان او مېکانیزم باندې د دواړو لورو هوکړه شوې ده چې د دې تطبیقي پلان په ترڅ کې به‌یې راتلونکې برنامې او پلانونه هم مشخص شي."

دغه‌راز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار چې د جمعې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو سفر پیل کړ، د ازبکستان د صدراعظم له لومړي مرستیال، د بهرنیو چارو له وزیر او د هغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره په جلا جلا لیدنو کې د افغانستان د امنیت او ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د ښاغلي اتمر دفتر وایي، ټاکل شوې نوموړی په همدې تړاو په راتلونکي کې یو شمېر اسلامي هېوادونو او هم نورو هغو هېوادونو ته سفرونه وکړي چې د افغانستان ستراتېژیک متحدین دي، خو د دغو هېوادونو نومونه‌یې ونه‌ښودل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند په افغانستان کې نه‌یوازي د امنیت، بلکې د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختیا په برخه کې د منځنۍ اسیا رول مهم ګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

"د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان لپاره د پام وړ اهمیت لري، مخصوصاً ازبکستان، د ترورېزم سره د مبارزې، د اقتصادي او سوداګریزو چارو په برخه کې او مشخصاً د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د یوې مشخصې سیمه‌ییزې اجماع د رسېدو په هڅو کې یو چې ډېر پرمختګونه هم شوي دي."

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزان اوس‌مهال په کابل کې دي او تېر ماښام‌یې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

له ارګ څخه په یوې اعلامیه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي چې وایي، افغانستان ته د دغو چارواکو سفر به په تېره بیا په پوځي برخه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو یو نوی فصل پرانیزي.

ویل کېږي د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزان به نن په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت او په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.

ټاکل شوې دوی به د سیمې هېوادونو سره د همکاریو پر څرنګوالي وغږېږي او د افغان وسله‌وال پوځ پرمختګونه او لاسته راوړنې به وګوري.

د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه د افغانستان د امنیت له خرابوالي اندېښنه لري.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په دوام دا ځل ازبکستان د یوې سیمه‌ییزې غونډې تابیا کړې ده.

په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون کوي.

د سولې عالي شورا وايي، دغه غونډه د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

افغان ولسمشر وړاندې ویلي وو چې دا غونډه راتلونکې میاشت ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG