د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د ژمني المپیک سیالیو ۲۳دور په جنوبي کوریا کې پيل شو


د ژمني المپیک د نړیوالو مسابقو ۲۳دور پرون جمعه د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ ولایت کې پیل شو.

د لوبو د پېل مراسمو ته تقریباً ۳۵زره کسان ورغلي و چې د دولتونو مشرانو او صدراعظمان هم په کې شامل وو.

د جنوبي کوریا حکومت د سیالیو لپاره نوی سرخلاصی سټیډیوم جوړ کړی دی.

د مراسمو تر پېل لنډ وخت مخکې، یوې منځګړې محکمې د ۴۵روسي وزرشکارانو عرض رد کړ چې په سیالیو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

په روسیه کې د ورزشکارانو له لوري د منع شویو کیمیاوي موادو د استعمال «ډوپنګ» له امله د روسیې پر ورزشکارانو بندیز لګېدلی دی.

خو ۱۶۹روسانو ته اجازه ورکړل شوې چې په خپلواک ډول په سیالیو کې برخه واخلي.

د سیالیو د پېل په مراسمو کې روسي ورزشکارانو تر هغه بیرغ لاندې چې په المپیک کې دروسې ورزشکارانو ته جوړ شوی، تېر شول، خړ رنګي بالاپوشونه يې اغوستي وو او سپینې خولۍ یې پر سر کړې وې.

د هغوی ترڅنګ د المپیک بېرغ د جنوبي کوریا یوې رضا کارې ولېږداوه.

د روسیې پر ورزشکارانو د بندیز له امله د را پېدا شوې لانجې ترڅنګ د شمالي او جنوبي کوریا د اړیکو خرابتیا هم د بحثونو موضوع وه.

د شمالي کوریا د ولسمشر خور او د هغه هېواد د حکومت د تشریفاتو رئیس هم جنوبي کوریا ته تللي دي.

جنوبی کوریا ته د شمالي لوري د داسې پلاوي سفر په لنډ وخت کې ساری نه لري.

XS
SM
MD
LG