د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

افغان او زېمبابوې کرکټ ټیمونه نن د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه کوي


په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن په شارجه کې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ مسابقه وکړي.

دا پنځوس اووره لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پیلېږي، خو دواړه ټیمونه به څلور نورې لوبې هم وکړي چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر نوولسمې نېټې پورې دوام کوي.

د افغانستان او زېمبابوې لوبډلو د لوبو په دې لړۍ کې دوه شل اووریزې لوبې هم وکړې چې دواړه افغانستان وګټلې.

د کرکټ بورډ سلاکار عزیزالله فضلي آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د بریا چانس په دې لوبه کې هم ډېر دی:

"د افغانستان ملي لوبډله به یوځل بیا د زېمبابوې په وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ښه وځلېږي ځکه چې د افغانستان ملي لوبډله د دې لوبې لپاره تیاري لري، دا هغه لوبه ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا په ردیف کې به هم زموږ پر لوبډله اغېز کوي."

د افغانستان او زېمبابوې د ټیمونو ترمنځ بله لوبه د فبرورۍ پر یوولسمه، دریمه په دیارلسمه، څلورمه په شپاړسمه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه په پام کې دي.

XS
SM
MD
LG