د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۴

"م. م": القاعده شبکه لاهم د نړۍ په ډېرو سیمو کې لوی ګواښ دی


د ملګرو ملتونو یو نوی راپور وایي چې القاعده د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په نسبت تر اوسه په ډېرو سیمو کې لوی ګواښ دی.

د کارپوهانو په دغه راپور کې چې یوه کاپي یې اسوشیټېډ پرس لیدلي ویل شوي چې د القاعده شبکه تر اوسه د پام وړ انعطاف لري او د یمن او سومالیا په څېر هېوادونو ته‌یې ګواښ متوجې کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه اختصاصي ډله چې دغه راپور یې د امنیت شورا ته برابر کړی، پر دواړو ډلو لګول شوي بندیزونه څاري.

کارپوهانو ویلي چې القاعده د عربو په ټاپو وزمه کې جدي ګواښ بلل کېږي او په ټول منځني ختیځ کې حملې تنظیموي.

XS
SM
MD
LG