د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

امریکا: د باقر نمازي د روغتیايي وضعیت مسؤل د ایران حکومت دی


د امریکا متحده ایالات وايي، د ایران حکومت د باقر نمازي په نوم د یوه زنداني د روغتیايي وضعیت مسئول دی.

باقر نمازي ایراني‌الاصله امریکایي او ۸۱ کلن دی.

هغه روانه اوونۍ تر لنډې درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو.

سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې باقر نمازي بېړنۍ او دوامدارې درملنې ته اړتیا لري او د امریکا حکومت د هغه د روغتیايي وضعیت مسئولیت په بشپړ ډول د ایران پر حکومت وراچوي.

د باقر نمازي وکیل جراد ګنسر د سې شنبې په ورځ وویل چې ایراني چارواکو باقر نمازي ته د لنډې طبي معاینې اجازه ورکړې وه او بېرته‌یې زندان ته استولی دی.

د ګنسر په وینا، زندان ته د باقر نمازي د بیا استولو پرېکړه د ایران د دولتي ډاکتر د سلا خلاف او پر هغه د مرګ حکم ته ورته کار دی.

باقر نمازي د ملګرو ملتونو د ادارې یونېسف متقاعد مأمور دی او له خپل زوی سیامک نمازي سره یوځای د امریکا حکومت ته د جاسوسۍ په تور په اکټوبر میاشت کې په ۱۰ کاله زندان محکوم شو، خو د نمازي کورنۍ او امریکايي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

سپينې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې هغه امریکایي اتباع چې په ایران کې په غیر قانوني ډول نیول شوي یا ورک دي، باید ژر او له هر شرط پرته ازاد او وموندل شي.

په خبرپاڼه کې د باقر نمازي تر څنګ د هغه د زوی سیامک نمازي، ژووانګ او رابرت لیونسن یادونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG