د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۸

د ولایتي شورا او فعالانو ادعا: غزني کې پوځي عملیات تجارتي بڼه لري


د غزني ولایتي شورا او ځوانان اندېښنه لري چې که په دغه ولایت کې په روان ژمي کې وسله‎وال طالبان ونه‌ځپل شي، نو دغه ولایت به په راتلونکي پسرلي کې د وسله‎والو طالبانو لاسته ولوېږي.

د ولایتي شورا غړي او ځوانان ادعا کوي چې د دغه ولایت امنیتي مسؤلین په صادقانه توګه د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات نه‌ترسره کوي او یوازې تش په نوم‌یې مخته وړي.

د ولایتي شورا مرستیال امان‎الله کامراني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» ​ازادي راډيو ته وویل، په دغه ولایت کې چې افغان امنیتي ځواکونو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د «نبرد اهنین» په نوم د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف کوم عملیات پيل کړي، هېڅ نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې او نه‌یې کومه سیمه تصفیه کړې.

نوموړی وايي، دغلته عملیات تجارتي بڼه لري او چارواکي خپلې ګټې په‎کې لټوي.

ښاغلي کامراني وویل:

"د غزني امنیتي مسؤلینو د دغه ولایت مرکز اړوند منګور او قره‌باغ سیمه کې درې څلور ورځې عملیات کړي، خو یوازې په نامه دي، هېڅ سیمه‌يې هم نه‎ده تصفیه کړې، حال دا چې دوی رسنیو ته وویل چې موږ منګور او قره‌باغ له طالبانو پاک کړي، خو هغه اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یوازې يې پرې امتیازات واخیستل."

ازاد خبریال محمد ابراهیم امیري هم وايي چې دغلته د افغان پوځ د روانو عملیاتو زیان تر ډېره ملکيانو ته رسېږي، نه وسله‌والو طالبانو ته.

نوموړی وايي، افغان امنیتي ځواکونه یوازې ورځ تېروي او امتیازونه اخلي.

ښاغلي امیري زیاته کړه:

"غزني کې چې اوس کوم عملیات روان دي او یا هم له خلکو سره خبرې کوو، ټول زیان‌يې ملکيانو ته رسېږي، افغان امنیتي ځواکونو چې دغه ۱۰ ورځې عملیات ترسره کړي، ۶ ملکیان‌یې په‎کې وژلي او سلګونه کورنۍ يې له خپلو سیمو بې‌ځایه کړې دي."

ښاغلی امیري زیاتوي چې د دغه ولایت د ټولو ولسواليو یوازې ودانۍ د افغان پوځيانو په لاس کې دي او پاتې نورې ټولې سیمې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د ولایتي شورا غړي او ځوانان دغه اندېښنې پر داسې مهال ښيي چې په دغه ولایت کې هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه او وسله‎وال طالبان له یو بل سره په جګړه بوخت دي چې د مسؤلینو په خبره زیاتره وخت په‎کې بریا د وسله‎والو طالبانو وي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیتي مسؤلین د ولایتي شورا او ځوانانو ادعاوو په اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې په دغه ولایت کې دغه روانو عملیاتو ښه پایله لرلې.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان وايي چې د یادو عملیاتو په ترسره کولو سره په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت هم ښه شوی دی.

نوموړی وايي:

"کوم عملیات چې افغان ځواکونو ترسره کړي، ښه پایله‌يې لرلې او لسګونه وسله‎والو طالبانو ته‌یې په‎کې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر سپکې او درنې او یو شمېر موټرونه هم په‎کې له‎منځه وړل شوي دي."

د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین له ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي چې په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه ځکه پرمختګ نه‌شي کولای چې د سرتېرو شمېر يې کم دی.

غزني والي وايي امنیتي وضعیت کې به پراخ مثبت بدلولونه راولي

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت ولایتي شورا او مدني فعالانو ویلي وو چې په دغه ولایت کې عملیات تجارتي بڼه لري.

راپور: شریف‎الله شرافت

XS
SM
MD
LG