د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ولې یو شمېر امریکایي ځواکونه له خپلو افغان همکارانو ډېره وېره لري؟


  • ګارډين

ګارډين ورځپاڼې په کابل کې د امبولانس په واسطه د تېرې اوونۍ د چاودنې موضوع څېړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د جنوري په ۲۷مه چې کله د زمري خان په نوم د امبولانس موټروان ټپیان انتقالول، نو له یوې پوستې سره پولیسو ودراوه، د ده کارت‌یې ولید، د امبولانس منځ ته ورپورته شول چې ټپیان وګوري چې رښتیا زخمیان دي که نه؟

کابل کې ډېر خلک د دې لپاره چې ژر خپل ناروغ روغتون ته ورسوي له ټکسي کار اخلي.

ګارډین لیکي:

وروسته تر دې چې په کابل کې د امبولانس په واسطه چاودنه وشوه او ۱۰۵ تنه‌یې ووژل په دغه ښار کې ژوند پسې سخته شو په ځانګړي ډول د امبولانسونو.

زمري خان ګارډین ته ویلي چې کله‌یې امبولانس دراوه نیم متر مخکې شوم، پولیس دستي ټوپک زما کړکۍ ته ونیو چې له دې سره سخت خوابدی شوم، په امبولانس کې راسره ټپیان په بد وضعیت کې وو.

زمری زیاتوي چې باید د امبولانسونو درناوی وشي، خو اوس پر هر څه شک کېږي.

ګارډین لیکي چې نن سبا په کابل کې ډېر خلک د دې لپاره چې ژر خپل ناروغ روغتون ته ورسوي له ټکسي کار اخلي، ځکه چې په امنیتي پوستو کې امبولانسونه سخت تلاشي کېږي.

یوې بلې ورځپاڼې بیا د افغانستان امنیتي وضعیت ته د امریکایي ځواکونو له لیدلوري کتلي.

  • ډېلي بېسټ

د ډېلي بېسټ سرلیک دی، ولې یو شمېر امریکایي ځواکونه تر طالبانو له خپل افغان همکارانو ډېره وېره لري؟

له دې ورځپاڼې سره په امریکا کې یو شمېر امریکایي پوځیانو د افغان ځواکونو د بریدونو په اړه خبرې کړې دي او خپلو نورو امریکایانو ته‌یې افغانستان ته د تګ په برخه کې خبرداری ورکړی.

ورځپاڼې د ۲۰۱۲ میلادي کال د اګسټ په ۱۰مه د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر یوه ورزشي کلب د برید جزئیات خپاره کړي.

برید کوونکي د شپې په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې پر کلاشینکوف درې امریکایي پوځیان ووژل.

په همدغه ۲۰۱۲ کال کې پر امریکایي ځواکونو تر بل هر کال ډېرو افغان ځواکونو بریدونه کړي وو.

د ورځپاڼې په باور، د پنځو کلونو تر تېرېدو وروسته او په دې برخه کې تر څېړنو وروسته امریکایي ځواکونو ډېلي بېسټ ته ویلي چې زموږ ځواکونه باید د افغانستان جګړې ته په خلاصو سترګو وګوري.

ډېلي بیسټ وړاندې لیکي:

په راروان پسرلي کې امریکا افغانستان ته نور پوځيان استوي، تر څو د افغان ځواکونو د روزنې مأموریت مخته یوسي.

خو کومو امریکايي پوځيانو چې په امریکا کې له دې ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، ویلي دي چې دغه ځواکونه کله نا کله د افغان ځواکونو د روزنې پر مهال له وېرې سره مخامخېږي، ځکه چې په تېرو کلونو کې څو ځله داسې شوي دي چې افغان ځواکونه پر امریکایي روزونکو ډزې کړې دي.

XS
SM
MD
LG