د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۸

د بریتانیا یوه قاضي د جولیان اسانژ د نیولو حکم تأیید کړی


د بریتانیا یوه قاضي د ویکي لیکس وېب‌پاڼې د بنسټګر جولیان اسانژ د نیولو حکم تأیید کړی دی.

له دې سره د اسانژ قانوني موقعيت چې له پنځو کلونو راهیسې یې په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې پناه اخیستې، په خپل حال پاتې کېږي او کوم بدلون په‌کې نه‌راځي.

قاضي ایما اربوتنات د سې شنبې په ورځ د اسانژ د مدافع وکیل هغه غوښتنه رد کړه چې غوښتل‌یې د نوموړې د نیونې حکم دې رد شي، ځکه چې نور په سویډن کې جولیان اسانژ د تحقیاتو لپاره مطلوب نه‌دی.

جولیان اسانژ په ۲۰۱۲ میلادي کال په جون کې سویډن ته د سپارل کېدو څخه د ځان ژغورنې لپاره په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې پناه واخیسته.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په سویډن کې دوو ښځو اسانژ په جنسي تېري تورن کړی و.

سویډني څارنوالانو تېر کال د اسانژ خلاف دوسیه وتړله، خو په بریتانیا کې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ضمانت له اصولو د سرغړاوي په خاطر د نوموړي د نیولو حکم اوس هم پر ځای دی.

XS
SM
MD
LG