د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۱۵

د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه افغان لوبډلې وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون سې شنبه په شارجه کې له زېمبابوې څخه دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه هم د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.

د پرونۍ لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو زېمبابوې ته ۱۵۸ منډې هدف وټاکه.

محمد نبي د ۴۵ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

پر نوموړي سربېره ۱۷ منډې شهزاد محمدي، ۲۷ منډې کریم صادق، ۲۷ اصغر ستانکزي او ۲۴ منډې نجیب ځدراڼ جوړې کړې.

ورپسې زېمبابوې لوبغاړو لوبه پیل کړه چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه افغانستان د ۱۷ منډو په توپیر دا سیالي وګټله.

د زېمبابوې دوه لوبغاړي مجیب ځدراڼ، دوه لوبغاړي راشد خان او یو لوبغاړی محمد نبي وسوځول.

محمد نبي چې ښه لوبه‌یې وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

XS
SM
MD
LG