د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۵

په کابل کې د وزن اوچتولو او د جودو فدراسیونونو د رئیسانو ټاکنې کېږي


د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د وزن اوچتولو او د جودو فدراسیونونو د رئیسانو د ټاکلو لپاره نن سې شنبه انتخابات پیلېږي.

د بدني روزنې د ریاست د عامه اړیکو مسؤل عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د ټولو ولایتونو استازي کابل ته راغلي او په وینا يې چې دا انتخابات به د سپورټ په معیاري کېدو کې مهمه ونډه ولري.

نوموړي وویل چې د ټولو فدراسیونونو مسؤلينو له دې پروسې ملاتړ کړی.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، دا لړۍ به دوه اوونۍ وخت ونیسي او په وینا يې چې په دغو انتخاباتو کې ټول هغه فدراسیونونه شامل دي چې له دغه ریاست سره راجستر دي.

د بدني روزنې له ریاست سره دا مهال نږدې ۵۰ فدراسیونونه کار کوي.

XS
SM
MD
LG