د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۵۰

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: د قره‌قل صادرات ۱۹۶ سلنه لوړ شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د قره‌قل ریاست مسؤلین وايي، د ۱۳۹۵ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د قره‌قل د صادراتو کچه ۱۹۶ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د دغه ریاست اداري مدیر محمد عارف ازادي راډيو ته وویل، په روان لمریز کال کې څه باندې ۵۰۰ زره قره‌قل له افغانستانه بهر لېږل شوي دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۱۷۸۵۷۱ قره‌قل بهر ته صادر شوي وو.

نوموړي وویل، د قره‌قل دا پوستکي په ۱۳۹۶ کال کې اسیايي او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، بهر ته دغه قره‌قل له سرپل، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندز او سمنګان ولایتونو څخه صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG