د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۷

د کرکټ افغان ملي لوبډلې له زېمبابوې سره لومړۍ لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» له زېمبابوې سره د لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله.

افغانستان او زېمبابوې په دې لړۍ کې چې په شارجه کې روانې دي، دوه ۲۰ اوریزې او پنځه یو ورځنۍ لوبې کوي.

افغان لوبډلې د دوو ۲۰ اوریزو لوبو لومړۍ، پرون د پنځو وېکټو او ۳۲ بالونو په توپیر وګټله.

په توپ‎وهنه یا بېټنګ کې محمد نبي عیسی‌خېل چې په ۲۷ بالونو ۴۰ منډې وکړې او په بالنګ کې راشد خان ارمان د تل په شان د درېیو وېکټو په اخیستو سره ښه وځلېدل.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان لوبډلې له زېمبابوې سره د لوبو لړۍ ته ښه تیاري نیولې ده.

په دې لوبه کې محمد شهزاد هم له یو کلن بنديز وروسته د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه او په ۱۱ بالونو يې ۲۰ منډې وکړې، یوه څلوریزه او دوه شپږیزې یې ووهلې.

له زېمبابوې سره دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه نن سې شنبه ماښام د کابل په وخت په اووه نیمو بجو او پنځه یو ورځنۍ لوبې د روانې فبروري میاشتې په نهمه، ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه نېټه په پام کې دي.

XS
SM
MD
LG