د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۱۰

کیف کې یوې محکمې د میخیل سااکاشویلي یوه غوښتنه رد کړه


د اوکراین په پلازمېنه کیف کې یوې محکمې د یوه سیاسي مخالف میخیل سااکاشویلي هغه غوښتنه رد کړه چې د خوندیتوب د بېرته ورکولو په اړه‌یې کړې وه.

د سااکاشویلي یوه وکیل ویلي چې د محکمې د دوشنبې د ورځې پرېکړه دا احتمال ډېروي چې نوموړی له اوکراینه اخراج او یا هم د ګُرجستان چارواکو ته وسپارل شي.

سااکاشویلي چې اوس په اوکراین کې بندي دی، د ۲۰۰۴ میلادي کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۳ کال تر نومبر پورې د ګُرجستان ولسمشر و.

نوموړی له دندې په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دی.

سااکاشویلي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ده ته د خوندیتوب د رد پرېکړه د محکمې نه، بلکې د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو پرېکړه ده.

د میخیل سااکاشویلي مدافع وکیل وایي، باید دې واقعیت ته چمتو اوسي چې اوکرایني چارواکي به د ده مؤکل ښایي په غیر قانوني ډول یا له هغه هېواد اخراج او یا به‌یې تبعید کړي.

XS
SM
MD
LG