د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۳

جرمني څارنوالانو یوه افغان پناه غوښتونکي ته د ابدي حبس غوښتنه وکړه


د جرمني څارنوالانو د هغه افغان پناه غوښتونکي لپاره د ابدي حبس غوښتنه کړې چې تېر کال‌یې خپله مېرمن وژلې وه.

دغه کس وروسته له هغه خپله مېرمن ووژله چې هغه مسیحي دین ته واوښتله.

دغه کس تورن دی چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په اپرېل کې یې خپله مېرمن د دوو زامنو چې یو یې ۱۱ کلن او بل پنځه کلن دی په مخ کې په چړې ووژله.

دا مېرمن ۳۸ کلنه وه.

د تورن کس نوم نه‎دی اخیستل شوی، خو که مجرم وپېژندل شي په ۲۰ کاله بند به محکوم شي.

XS
SM
MD
LG