د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د پاریس د داعشي بریدګر د محاکمې لومړۍ ورځ له پرمختګ پرته پای ته ورسېده


د داعش ډلې یوازنی غړی چې د پاریس تر برید وروسته ژوندی پاتې شوی د دوشنبې په ورځ د بلجیم محکمې ته حاضر شو.

په بلجیم کې د نوموړي د محاکمې لومړۍ ورځ له پرمختګ پرته پای ته ورسېده.

صلاح عبدالسلام سربېره پر دې چې په پاریس کې د ۱۳۰ کسانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی، دغه‌راز په بلجیم کې د یوې بلې حملې د ترسره کولو شک ورباندې کېږي.

د بلجیم په برید کې یو پولیس وژل شول دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ پر ۱۸مې په پاریس کې یوه ورزشي ستډیوم ته څېرمه تر برید څلور میاشتې وروسته د بلجیم په یوه سیمه کې ونیول شو.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‎والو د ۲۰۱۵ میلادي کال په نومبر کې په پاریس کې همغږي بریدونه وکړل چې د څو چاودنو او ډزو په نتیجه کې تر ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول او نږدې ۳۷۰ تنه ټپیان شول.

صلاح عبدالسلام یوازنی کس و چې تر دغو بریدونو وروسته ژوندی پاتې دی، خو د دوشنبې په ورځ په بلجیم کې د محاکمې په ترڅ کې د هغه چوپتیا د ډېرو لپاره د زغملو نه‎وه.

د یوه ټپي پولیس مدافع وکیلې ماري الي په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ له محکمې بهر خبریالانو ته وویل چې تمه لري عبدالسلام د محکمې په نورو پړاوونو کې چوپ پاتې نه‎شي.

نوموړې وویل:

"له بده‎مرغه صلاح عبدالسلام چوپتیا غوره وبلله، ځکه هغه خپل حق ګڼي، خو د شرم وړ ده چې هغه وویل، غواړي په محکمه کې د ګډون‎والو مخته حاضر شي."

د بلجیم محکمه
د بلجیم محکمه

صلاح عبدالسلام د دوشنبې په ورځ وویل، په محکمه کې حاضرېږي، خو هېڅ پوښتنې ته به ځواب ونه‎وایي.

د ده په وینا ورڅخه غوښتل شوي چې محکمې ته راشي او دی هم راغی.

ټاکل شوې د صلاح عبدالسلام دوهمه محکمه د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ پر اتمه نېټه په بلجیم کې ترسره شي، خو هغه ژمنه کړې چې د بلې محکمې په ترڅ کې به هم چوپ پاتې شي.

که نوموړی مجرم وګڼل شي، ښایې تر ۲۰ کلونو په بند محکوم شي.

XS
SM
MD
LG