د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۷

په کیف کې زرګونه کسانو د پروشنکو د استعفا غوښتنه وکړه


د اوکراین په پلازمېنه کیف ښار کې پرون زرګونه کسانو په یوه مظاهره کې د ولسمشر پترو پروشنکو د استعفا غوښتنه وکړه.

پولیس وايي، په دې مظاهرو کې چې د اپوزېسیون د سیاستوال میخیل سااکاشویلي په مشرۍ د نويو ځواکونو د غورځنګ له‌خوا وشوې، شااوخوا دوه نیم زره کسانو برخه اخیستې وه، خو سیمه‎ییزو رسنیو د اعتراض کوونکو شمېر پنځه زره ښودلی.

میخیل سااکاشویلي مظاهره‎چیانو ته د وینا پر مهال وویل چې دا مظاهره د فاسد سیستم د له‎منځه تلو او د پروشنکو د استعفا لپاره د کمپاین پیل دی.

اعتراض کوونکو په یوه پرېکړه‎لیک کې د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه په ټول اوکراین کې د پراخو لاریونونو غوښتنه وکړه.

د دې مظاهرې د امنیت لپاره شااوخوا دوه زره پولیس پرسونل ته د امنیت د ټینګولو دنده سپارل شوې وه.

XS
SM
MD
LG