د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۹

افغان ښځینه فوټبال ټیم سبا د اردون له ښځینه فوټبال ټیم سره لوبه کوي


تمه ده چې سبا دوشنبه د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله د اردن د فوټبال ښځینه لوبډلې سره دوهمه دوستانه لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه سبا ماښام د اردن عمان ښار د پیترا په ورزشي لوبغالي ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله د دوو دوستانه سیالیو لپاره اردون تللې چې لومړۍ لوبه یې د ۵ ـ۰ په پایلې سره بایللې ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې غړی شمس امیني وايي،د دغو دوستانه سیالیو هدف د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ظرفیت لوړول دي.

XS
SM
MD
LG