د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۳

د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د افغانستان د مالیې وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د اصنافو د جوازونو د نوي کولو او د هغوی د مالیو په تصفیې پورې مشروط د همکاریو هوکړه لیک د شنبې په ورځ لاسلیک شو.

د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ وویل، د دې هوکړه لیک پربنسټ کابل ښاروالۍ مکلفه ده چې هغه اصناف چې پخواني باقیات لري، جوازونه یې د مالیې د تصفیې په شرط تمدید کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي، هغه جوازنه به تمدید نه شي چې د مالیې له ورکولو تېښته کوي.

ښاغلي حبیب زی زیاتوي، دا مهال په کابل کې شااوخوا ۱۳۶ زره دوکانونه، هوټلونه،رستورانټونه، خبازیانې او نور بېلابېل اصناف فعالیت لري چې د ده په وینا، یوشمېر یې د مالیې د ورکړې په برخه کې ستونزې لري.

XS
SM
MD
LG