د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۴۳

پکتیا کې پر صفري نقطه د پاکستاني پوستو د جوړولو مخه نیول شوې


د پکتیا چارواکي وايي چې پرون د شنبې په ورځ د یاد ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د پولې په صفري نقطه کې د پاکستانیو پوځیانو د پوستې د جوړولو مخه نیول شوې ده.

نن د یکشنبې په ورځ د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې پاکستانيو پوځیانو سره ځايي قومي مشرانو او په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو مسؤلینو خبرې وکړې او هغوی بېرته په شا شول.

ښاغلی حسرت وايي کچېرې په یاده سیمه کې پاکستاني پوځیان خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي، نو هلته افغان سرحدي ځواکونه د تیارسۍ حالت لري او د زور ځواب به په زور ورکړي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي چې په یاد ولایت کې هېڅ داسې سیمه نشته چې پاکستاني پوځیانو دې د پولې دې لورې ته یا پر صفري نقطه پوستې او یا تاسیسات جوړ کړي وي.

په یاده سیمه کې د منګلو او مقبلو ګډ قومونه د پولې په دواړو غاړو کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG