د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۲۷

د هلمند چارواکي د وسله والو مخالفینو د تازه مرګ ژوبلې خبر ورکوي


د هلمند سیمه یېز چارواکي وايي، د میوند ۱۱ په نوم پوځي عملیاتوکې زیات وسله وال وژل شوي دي.

د ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل زاهداتل پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې څلور وسله وال په کجکي ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

هغه په مارجې، سنګین او نادعلي ولسواليو کې هم دعملیاتو په اړه وویل:

"تقریباً ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ ماینونه هم امنیتي ځواکونو موندلي دی. "

په هلمند کې لوړرتبه امریکايي جنرال راجرټرڼر تېره اوونۍ د متحدو ایالاتو دفاع وزارت ته وویل چې په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې پیاوړي شوي، خو وسله وال طالبان لا هم په تقریباً نیم هلمند واکمني لري.

XS
SM
MD
LG