د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ کب ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۰

سږکال به په ننګرهار کې ۲ میلیونه نیالګي وکرل شي


په ننګرهار کې د نیالګیو د کرلو کمپاین پېل شو.

په دې کمپاین کې به چې پرون شنبه پېل شوی، د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دوه ميلیونه نیالګي وکرل شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي پرون په جلال اباد کې د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل:

"ننګرهارد کرنې ریاست نیالګي ټولو دولتي ادارو، جوماتونو، خلکو او پارکونو ته وړیا ورکوي. "

د ننګرهار د ولایتي شورا مسؤلينو پر خلکو غږ وکړ چې د نیالګیو په پالنه کې همکاري وکړي.

د کمپاین مسؤلین وايي، په دغه کمپاین کې شپېته فیصده مېوه لرونکي نیالګي کرل کېږي.

XS
SM
MD
LG