د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۵۹

خوست کې پوځي عملیات ډیورنډ کرښې ته تر نېژدې سیمو غځېدلي


د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د جنایتکارو ډلو پرضد پوځي عملیات یې ډیورنډ کرښې ته تر نېژدې سیمو پورې غځولي دي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدداوود امین پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۱ مشکوک کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي او یو شمیر وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات یې ضبط کړي دي.

مل پاسوال امین وايي، دا عملیات د خوست په هغو ولسوالیو کې پیل شوي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي:

"دا زموږ د هغو اتلو پولیسانو لاسته راوړنې دي چې په ولسوالیو کې دندې لري. دوی هغو سیمو ته ځي چې د کرښې په یو کیلومترۍ کې پراته دي او دوی هلته عملیات کوي."

د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال له ځنګلونو په وهل شویو ونو بار موټر هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

XS
SM
MD
LG