د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۰

امریکا ۳ اسلام‎پالې ډلې د ترهګرو په لېست کې شاملې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حماس مشر اسمعیل هنیه او په فلسطیني سیمو او مصر کې درې اسلام‎پالې ډلې د ترهګرو په لېست کې شاملې کړې دي.

د غزې په تړانګه کې د حرکت‌الصابرین ډله چې د امریکا په وینا ایران‌یې ملاتړ کوي او همدارنګه په مصر کې دوه افراطي ډلې د امریکا له‎خوا د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شاملې شوې دي.

د امریکا د قوانینو پر بنسټ له دې وروسته به اسمعیل هنیه او دا درې افراطي ډلې، د امریکا مالي او بانکي سیستم ته لاسرسی ونه‎لري.

د حماس ډلې دا پرېکړه بې‌ارزښته بللې ده.

دا ډله چې له کلونو راهیسې د غزې په تړانګه واک چلوي د ایران له‎خوا یې ملاتړ کېږي.

XS
SM
MD
LG