د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۶ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۲۷

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرکټ ټیم سبا له پاکستان سره لوبه کوي


د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې د درېیم مقام لپاره سیالي کوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت سبا سهار پنجشنبه ۲:۳۰ دقیقې پیلېږي او ګټونکې لوبډله به‌یې درېیم مقام خپل کړي.

روانه اوونۍ افغانستان له اسټرالیا او پاکستان بیا له هندوستان څخه په نیمه لوبه کې ماتې وخوړه او له مخته تګ نه پاتې شول.

په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې دا څلورم او په نړیوال جام کې دا دوهم ځل دی چې د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره مخ کېږي.

له دغو لوبو یې درې لوبې افغانستان ګټلي او د افغان کرکټ بورډ په وینا افغان لوبډله د څلورمې پرله‌پسې بریا لپاره پیاوړی هوډ لري.

XS
SM
MD
LG