د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۷

قاطع ملاتړ: ځیني معلومات په تېروتنه محرم ګڼل شوي و


امریکايي نظامیان وايي، انساني تېروتنه د دې سبب شوې وه چې د افغانستان د جګړې په اړه ځیني معلومات چې مخکې څرګند وو، محرم وبلل شي.

په افغانستان کې د ناټو یو ویاند تورن کریسبک پرون په یوې اعلامیه کې وویل:

"د قاطع ملاتړ مأموریت نیت دا نه‌وو چې هغه معلومات چې تر دې مخکې راپورونو کې د لاسرسي وړ و، محرم وګڼي."

دا اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر «سیګار» وویل، ورته ویل شوي چې نور دې د افغانستان د هغې سیمې د اندازې په اړه چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او یا په‌کې نفوذ لري، معلومات نه‌خپروي.

خو اوس امریکايي نظامیان وايي، دا معلومات په تېروتنه محرم ګڼل شوي وو چې اوس بېرته د لاسرسي وړ دي.

ناټو همدارنګه د افغان اردو او پولیسو د شمېر په اړه معلومات هم «محرم» بللي وو.

XS
SM
MD
LG