د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۵۰

د ۱۱۱مې فرقې د یوه کنډک پر جز و تام حمله او د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


يو شمېر نړيوالو رسنیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ۱۱۱مې فرقې د یوه کنډک پر جز و تام حملې ته کتنه کړې ده.

  • وال سټریټ ژورنال

کابل، اسلام‌اباد د دې ترور په خاطر مقصر ګڼي، خو عادي افغانان حکومت ته ګوته نیسي، دا د وال سټريټ ژورنال د یوې مقالې عنوان دی.

د دې مقالې په سر کې راغلي چې په کابل کې د څو کلونو پر مهال له خونړیو حملو وروسته افغانستان پر پاکستان د دغو حملو پړه اچوي.

د مقالې د ليکوال په وینا، د افغانستان د ملي امنيت د عمومي رئيس معصوم ستانکزي تر مشرۍ لاندې افغان چارواکو ويلي چې پاکستان په کابل کې د شنبې د ورځې د حملې مستقیم مسئول دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وينا په دې حمله کې تر ۱۰۰ کسانو زیات ووژل شول او له ۲۳۵ زيات ټپيان شول.

په مقاله کې هغې خبرې ته هم اشاره شوې چې اسلام‎اباد د کابل ادعا رد کړې.

پاکستان د يکشنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو غوندې سخت دريځو ملاتړ کوي.

پاکستان په کابل کې د شنبې د ورځې د حملې مستقیم مسئول دی.

په مقاله کې راغلي چې په مالیې وزارت کې د پالېسۍ يوه لوړپوړي څېړونکي پر ټويټر لیکلي چې د کابل د اوسېدونکو په خونديتوب کې د پاتې راتلو لپاره د پولیسو، اردو په ګډون حکومت مقصر ګڼي.

  • ګارډین

ګارډين ورځپاڼې هم د شنبې د ورځې حملې ته اشاره کړې چې کابل له تر ټولو خونړیو حملو څخه يوې ته په وېره عکس‌العمل ښودلی دی.

د ورځپاڼې په وينا، له چاودېدونکو موادو ډک امبولانس له چاودېدو وروسته د کابل اوسېدونکو غوسه څرګنده کړې ده.

ورځپاڼې ليکلي:

په کابل کې یوه دکاندار ويلي، موږ چېرته لاړ شو؟ موږ خوندي نه‌یو. يو مناسب حکومت نه‎لرو څه وکړو؟

ګارډين ورځپاڼې په کابل کې د دوشنبې په ورځ د ۱۱ ملي اردو سرتېرو وژل کېدو ته هم کتنه کړې او لیکلي يې دي چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو او داعش په ګډون جګړه مارانو په افغانستان کې د اردو پر ځواکونو حملې زیاتې کړې دي.

ورځپاڼې ليکلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال له پای راهيسې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، ملګرو ملتونو افغان امنیتي ځواکونو ته اوښتي تلفات ټکان ورکوونکي بللي دي.

  • ټایم

ټايم ورځپاڼې د افغانستان د دفاع وزارت د وياند دولت وزیري له قوله لیکلي چې د دوشنبې د ورځې د حملې هدف د پوځ هغه واحد وو چې د مارشال فهيم په نوم نظامي اکاډمۍ امنيت نيسي.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې وروستيو حملو د افغانستان د امنيتي ځواکونو ضعف ښکاره کړی.

ورځپاڼه لیکي چې دا حملې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG